ماسكو 02 اکتوبر(اے پی پی)د سرمايه كارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي پاكستان د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره روس سره پروژې پېل كولو لپاره چمتو دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ماسكو چيمبر آف كامرس صدر پلاتونوف ولادي مير سره روس كښې د غونډې په مهال وكړه ۔په دې موقع نائب صدر مشن چينكو ويلادي سالو او د بېبلو څانګو مشر لوكاشينكو ليديا هم د چيمبر آف كامرس په غونډه كښې ګډون كولو۔ د ماسكو چيمبر آف كامرس صدر د پاكستان څخه تجارتي پلاوي او د وفاقي وزير عبدالعليم خان روس ته په را??ګ هركلے وكړو۔غونډې ته ووئيل شول د روس او پاكستان ترمينځه وړومبے بزنس فورم كول خوشبينه دے ٬ دې س??ه دوه اړخيزه تجارتي هلې ځلې زياتې شوي۔روس پاكستان ته د آئي ټي ټېكنالوجي٬سيف سټي پروژو٬آئي ټي سينټر او نورو څانګو كښې بشپړه د مرستې وړاندېز وكړو۔ملاقا?? كښې شريكې س??مايه كارۍ لپاره پاكستان او روس دواړو د خ??لو خپلو كمپنيو فهرستونه جوړولو په اړه اتفاق وكړو ۔وفاقي وزير عبدالعليم خان روس ته پاكستان كښې د اكتوبر په مياش?? كښې كېدونكي ټېكسټائل ايكسپو كښې د ګډون كولو بلنه وركړه ۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئېل روس په لويه پيمانه بزنس ټو بزنس هلو ځلو لپاره د مرستې باور راكړے ۔دوه اړخيزه تجار?? كښې اضافې لپاره وفاقي وزير عبدالعليم خان د روس دوره كاميابه او ګټوره وګرځوله ٬ ده ووئېل ماسكو كښې د روس د 100 څخه زياتو كمپنو سي اي او سره ملاقاتونه په زړه پوري ډول شوي ٬ د ماسكو چېمبر دب راوړاندې شي پاكستان به روس سره د بزنس كميونټۍ د را??ګ هركلے كوي۔
Nguồn bài viết : SE Trực Tuyến