اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پی پی) د چين وزیراعظم لی چیانګ او د قامي اس??بل?? سپيكر اياز صادق ترمينځه د نهې په ورځ ملاقات وشو۔ د قامي اس??بل?? سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي اړيكو په لا پراخه كولو صلاح يوه شوه۔ د قامي اس??بل?? سپيكر په دې موقع ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې كوربتوب پاكستان لپاره درناوے دے۔ اياز صادق ووئيل چين د پاكستان د باور وړ او مخلص ملګرے دے او پاكستان چين سره په ملګرتيا وياړي۔ سپيكر ووئيل د اېس سي او فورم څخه به سيمه ايزې مرستې ته وده او سيمه ايز استحكام ته تقويت ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان د اېس سي او پلېټ فارم ??ه زي??ت اهميت وركوي ، دې غونډې سره به په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته شي۔ د پاك چين راهدارۍ ذكر كولو سره د قامي اس??بل?? سپيكر ووئيل د سی پېک منصوبې دواړو هېوادونو لپاره خصوصي اهميت لري۔ په ملاقات كښې سيمه ايز امن او استحكام لپاره په ګډه د هڅو په كولو هم اتفاق وشو۔ سپيكر ووئيل په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د تعليمي او سائنسي مرستې زياتولو په حاجت هم زور راوړو۔ په ملاقات كښې د توان څانګه كښې د شريكو منصوبو په اهميت هم خبرې وشوې۔ سپيكر ووئيل په ټېكنالوجي او ډيجيټل معيشت كښې مرستې سره به اولس ??ه زياته ګټه ورسي۔ سپیکر ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه د پارليمان په كچه به مرسته او په سباؤن كښې د پارليماني پلاويو تبادلې ته وده وركولې شي۔ په ملاقات كښې د قامي اس??بل?? او چينائي پارليمان ترمينځه ?? رابطو په زياتولو هم موافقه وشوه۔ ده ووئيل د چين وزيراعظم اوسنۍ دوره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم پېش رفت ثابت شي
Nguồn bài viết : Trận gà chọi hay